اروپا د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په پای کې د وروستیو کلونو له سختو ګرمۍ څپو څخه یوه تجربه کړه، چې د رسمي شمېرو له مخې، له امله یې ۱۰ زره او ۶۵۰ اضافي مړینې ثبت شوې دي.
د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول اروپايي مرکزونو او د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، له دغو مړینو څخه څه باندې ۹ زره یې د ۶۵ کلونو او تر دې د لوړ عمر لرونکو کسانو دي.
د ترسره شویو څېړنو له مخې، سخته ګرمي د ګرمۍ د وهلو او د زړه او تنفسي ناروغیو د شدت له امله، په ځانګړي ډول د عمر خوړلو کسانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.
د ډنمارک د سیروم انسټېټیوټ مشر ډاکټر لاسه ویسټرګارډ ویلي: «د کال په دې وخت کې د اضافي مړینو دا کچه غیرعادي او ډېره لوړه ده او نږدې ناشونې ده چې له سختې ګرمۍ پرته یې بل لامل وي.»
ساینسپوهانو ټینګار کړی چې د انسانانو د فعالیتونو له امله د اقلیمي بدلونونو پرته، د ګرمۍ د دې څپې رامنځته کېدل «نږدې ناممکن» وو. د شمېرو له مخې، فرانسې او بلجیم د اضافي مړینو تر ټولو لوړې شمېرې ثبت کړې دي.
په بلجیم کې دا د ۱۳۷۹ هجري شمسي کال راهیسې د اضافي مړینو تر ټولو لوړ ثبت شوی شمېر بلل کېږي. یوې جلا څېړنې اټکل کړی چې یوازې په بریتانیا کې د ۱۴۰۵ کال د غويي او غبرګولي په میاشتو کې شاوخوا ۲۷۰۰ کسان د ګرمۍ له امله مړه شوي، چې ۴۲ سلنه یې په مستقیم ډول له نړیوالې تودوخې سره تړاو لري.
د وروستیو څېړنو پایلې ښيي چې اروپا د اقلیمي بدلونونو له امله تر ټولو اغېزمنو سیمو څخه ده او د انسانانو د فعالیتونو له امله رامنځته شوي اقلیمي بدلونونه یې د نورو سیمو په پرتله ډېر اغېزمن کړي دي.
اروپا په وروستیو کلونو کې د سختو ګرمۍ څپو، وچکالۍ او ځنګلي اورونو له زیاتېدو سره مخ شوې ده. ساینسپوهان خبرداری ورکوي چې د اقلیمي بدلونونو د دوام په صورت کې به د ورته سختو هوايي پېښو شمېر او شدت نور هم زیات شي، چې په ځانګړي ډول به د عمر خوړلو کسانو او د روغتیايي ستونزو لرونکو وګړو لپاره لوی ګواښ وي.