ادې راډيو یوه خپلواکه او خصوصي افغان رسنۍ او راډيو ده چې په ۲۰۲۵ کال کې د یو څو مسلکي افغان خبریالانو له لوري د مسؤل، اخلاقي او عامه خدمت محوره رسنیو د ارزښتونو پر بنسټ جوړه شوې ده.
ادې راډيو د راډیو په نړیواله ورځ په کابل کې خپلې نشرات پیل کړل. دا راډيو یوازې د یوې نوې فریکونسۍ زیاتوالی نه دی، بلکې د یوه مسؤل، باوري او پوهاويمحوره غږ راڅرګندېدل دي چې د ټولنې د واقعي اړتیاوو د انعکاس لپاره رامنځته شوی. دغه رسنۍ د باور وړ خبرونو، تعلیمي خپرونو او عامه پوهاوي له لارې د خلکو خدمت ته ژمنه ده.
موږ باور لرو چې رسنۍ باید د خلکو باور وساتي، کره او تایید شوي معلومات وړاندې کړي او د اعتدال او سالم فکر فرهنګ پیاوړی کړي. ادې راډيو پر همدې اصولو فعالیت کوي او هڅه کوي چټکه، دقیقه، بېطرفه او له شالید سره مل ژورنالېزم وړاندې کړي.
Check back later for updates.
We're always looking for new partners and collaborators to help us deliver real news.
Contact Us