ادې راډيو یوه خپلواکه او خصوصي افغان رسنۍ او راډيو ده چې په ۲۰۲۵ کال کې د یو څو مسلکي افغان خبریالانو له لوري د مسؤل، اخلاقي او عامه خدمت ‌محوره رسنیو د ارزښتونو پر بنسټ جوړه شوې ده. ادې راډيو د راډیو په نړیواله ورځ په کابل کې خپلې نشرات پیل کړل.

افغانستان نن د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه لمانځي

افغانستان نن د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه لمانځي

ادې راډیو- افغانستان نن، چهارشنبه، د زمري ۲۸مه، د برېتانوي استعمار څخه د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه لمانځي.

۱۰۷ کاله وړاندې، د افغانستان پخواني پاچا امیر امان‌الله خان له برېتانوي استعمار څخه د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه.

روسیه او ترکیه له هغو لومړنیو هېوادونو څخه وو چې هغه مهال یې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندله.

د زمري ۲۸مه د برېتانوي استعمار پر وړاندې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د مبارزې د سترې حماسې یاد تازه کوي. افغان ولس له اوږدو ازادي‌غوښتونکو مبارزو وروسته په دې ورځ خپل ستر هدف، یعنې د هېواد خپلواکي، ترلاسه کړه.

د راپور له مخې، د برېتانوي ځواکونو د یرغل پر مهال د افغانستان مسلمان ولس د دیني عالمانو د فتواوو پر بنسټ د یرغل پر وړاندې جهاد او مبارزه وکړه. د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دیني عالمانو د جهاد فتواوې ورکړې او خلک یې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې عمومي پاڅون ته وهڅول.

د خلکو له پراخ پاڅون او بریالیو جګړو وروسته برېتانوي ځواکونه له ماتې سره مخ شول او په پای کې افغان ولس د خپلو شهیدانو په قربانۍ د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه.

د زمري ۲۸مه هر کال د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په توګه لمانځل کېږي او په همدې مناسبت نن په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

رابعه رحیمي

رابعه رحیمي

خبریال

رابعه رحیمي رحیمي د ادې راډيو خبریاله ده، چې د تېر یو کال راهیسې د ادې راډيو په دري او پښتو برخو کې کې کار کوي.

email 168