ادې راډیو- د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو د پېرلو هوکړه لاسلیک شوې ده.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، دغه هوکړه د افغان ګاز او ترکمن ګاز شرکتونو ترمنځ پرون، د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري په ۱۹مه، د دوشنبې په ورځ د هرات په تورغونډۍ بندر کې له یوې ناستې وروسته لاسلیک شوې ده.
د سرچینې په وینا، د هوکړې د لاسلیک پر مهال د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، په نږدې راتلونکي کې به د هرات ښار او صنعتي ښارګوټي کې د ټاپي پروژې د ګازو د وېش شبکې د جوړولو چارې هم د ترکمن ګاز شرکت له لوري او د خصوصي سکټور په همکارۍ پیل شي.
د دغه معاونیت په وینا، د هوکړې له مخې به د ټاپي پروژې د ګازو بیه، د اړتیا وړ ګاز اندازه او د ګازو د وېش بهیر مشخص شي