ادې راډيو یوه خپلواکه او خصوصي افغان رسنۍ او راډيو ده چې په ۲۰۲۵ کال کې د یو څو مسلکي افغان خبریالانو له لوري د مسؤل، اخلاقي او عامه خدمت ‌محوره رسنیو د ارزښتونو پر بنسټ جوړه شوې ده. ادې راډيو د راډیو په نړیواله ورځ په کابل کې خپلې نشرات پیل کړل.

کابل کې د افغانستان ـ ایران ګډ سوداګریز کنفرانس ترسره شو

کابل کې د افغانستان ـ ایران ګډ سوداګریز کنفرانس ترسره شو


ادې راډیو- د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېره شپه په کابل کې د افغانستان او ایران ګډ سوداګریز کنفرانس ترسره شو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د افغانستان په کرنیز سکټور کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وشوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، په دغه کنفرانس کې د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د کرنې وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني، یو شمېر نورو افغان چارواکو، د ایران د کرنې جهاد وزیر او د افغانستان ـ ایران ګډ اقتصادي کمېسیون رئیس غلام رضا نوري قزلجه او د هغه مل پلاوي ګډون کړی و.

نورالدین عزیزي په کنفرانس کې وویل، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ډېرې ژمنې او فرصتونه شته، چې نه یوازې د کابل او تهران ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لامل کېدای شي، بلکې د سیمې د هېوادونو اقتصاد هم پیاوړی کولی شي.

د عزیزي په وینا، له ګاونډیو هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو پراختیا د دوی له لومړیتوبونو څخه ده.

بلخوا، د ایران د کرنې جهاد وزیر او د افغانستان ـ ایران ګډ اقتصادي کمېسیون رئیس غلام رضا نوري قزلجه په دغه کنفرانس کې وویل، کابل او تهران د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته اړتیا لري او په دې برخه کې یې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ
فَضل‌الرحمن لیوال

فَضل‌الرحمن لیوال

خبریال

فَضل‌الرحمن لیوال د ادې راډیو مرستیال او مشر خبریال دی. نوموړی له تېر یو کال راهیسې د ادې راډیو په پښتو او انګلیسي برخو کې مرکې، خبرونه او راپورونه چمتو کوي.

email 132