ادې راډیو- د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د معیار او کیفیت ادارې له لوري یو شمېر معیارونه او د ازمایښت طریقې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له بحث وروسته ۳۶ معیارونه او ۳۰ د ازمایښت طریقې د تایید وړ وبلل شوې.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، یاد معیارونه د خوراکي توکو، درملو، ساختماني موادو، کرنیزو محصولاتو، نفتي توکو، چاپېریال ساتنې، کانکېندنې، مخابراتو او برېښنا اړوند دي.
د اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، په دې غونډه کې د کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو په صنعتي پارکونو کې د یو شمېر فابریکو د برېښنا ستونزو د حل په اړه هم بحث شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د معیار او کیفیت ادارې فعالیتونه زیات شوي او دې ادارې وخت ناوخت په بېلابېلو بندرونو کې د بېکیفیته توکو د واردېدو مخه نیولې ده.
د معیار او کیفیت ادارې همداراز په بېلابېلو مواردو کې له سوداګرو غوښتي چې هېواد ته د بېکیفیته توکو له واردولو ډډه وکړي